امنیت

په کابل کې د چاودنې له امله ملکي وګړي ټپيان شول

کابل باختر دمرغومي شپږ ويشتمه :
د هغې چاودنې له امله چې نن د کابل ښار د پل خشتي په ساحه کې وشوه؛ ٣ تنه ملکي وګړي ټپيان شول.
د کابل ولايت د امنيې قوماندانۍ د جنايي جرمونو پرخلاف د مبارزې پوليسو باختر آژانس ته وويل: دغه پيښه د هغه مقناطيسي ماين د چاودنې زيږنده ده چې د پوليسو په يوه واسطه کې ځاى پرځاى شوى و او له امله يې ٣ تنه ملکي وګړي ټپيان شول.
د خبرځاى د څرګندونوله مخې: پوليسوته په دې پيښه کې زيان نه دى اړولى او اړونده واسطه يو څه زيانمنه شوې ده.
په همدې حال کې د ابن سينا د عاجل روغتون رييس پروفيسر ډاکتر رحمت باخترآژانس ته وويل چې هغه درې تنه ملکي وګړي چې په دې پيښه کې برسيرن ټپيان شوي وو؛ دغه روغتون ليږدول شوي دي او تر درملنې لاندې دي. خو عيني شاهدان د باخترآژانس خبريال ته وويل چې په دې پيښه کې ٧ تنه ملکي وګړي ټپيان شوي دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته