نړۍ

دپاکستان په بلوچستان ايالت کې د ګازو دليږدونې يوه نل ليکه وچاوديده.

کويټه – جيو نيوز – باختر دسلواغې دمياشتې ٧
ناپيژندل شويو کسانو نن سهار دپاکستان په بلوچستان ايالت کې دګازو دليږدونې يوه نل ليکه  وچوله.
باختر آژانس   د   پاکستان د جيو د ټلويزيون  له  خولې خبر راکړ :      دغه  نل ليکه د ديره بوگتې د پيرکوه په ساحه کې په چاوديدونکو توکو سره  چول شوې ده.
ددغې پيښې له امله  دسر  زيان نه   دى اوښتى  خو ځينو سيموته  د ګازو ليږدونه بنده شوې ده .
په بلوچستان ايالت کې ياغيان  په ډار اچونکو او ورانکارو بريدونو لاس پورې کوي او ددغه ايالت طبيعي زيرمو له عوايدو څخه د زياتې ونډې غوښتنه  کوي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته