ټولنه

د قندهار دیني عالمان: په هېواد کې روانه جګړه هیڅ مشروعیت نه لري

قندهار باختر د زمري ۱۷ مه
د قندهار دیني عالمانو، قومي مشرانو او ښځو په هېواد کې د تلپاتې سولې په پار د دولت د هڅو د ملاتړ ترڅنګ د افغانستان او نړۍ د اسلامي هيوادونو د ديني عالمانو د سولې په اړه د ورکړل شویو فتواګانو هر کلی وکړ.
د باختر اژانس د سیمه یېز خبریال د خبر له مخې:
له همدې امله په جوړې شوې غونډه کې وینا والو وویل چې په هېواد کې روانه جګړه په هيڅ توګه مشروعیت نه لري او په جګړه کې يې له ښکېلو خواو غوښتنه وکړه، چې جګړه ودروي، سوله وکړي او د راتلونکي لوی اخترپه مناسبت اوږد مهاله اوربند وکړي .
د قندهار د سولې شورا رېيس حاجي شېراحمد حقيار د افغانستان د ناروا جګړې په تړاو د حرمينو شريفينو د امامانو او په مکه مکرمه کې د نړۍ د اسلامي هيوادونو د ديني عالمانو فتوا د غونډې ګډونوالو ته ولوستله.
په فتوا کې د افغانستان روانه جګړه ناروا اوفتنه بلل شوې وه او په جنګ کې له ښکېلو غاړو غوښتل شوي وو، چې د جنګ څخه لاس واخلي او د سولې مقدس غږ ته لبیک ووايي.
دغه راز په فتوا کې د بې ګناه انسانو وژل او د مسلمان ورور وينه تويول د اسلام د مقدس دين خلاف عمل ګڼل شوی وو .
ډاکتر هاشمي د روژې په مبارکه مياشت کې د ديني عالمانو له لوري د سولې اړوند جامع فتوا وویله په دې فتوا کې د افغانستان ديني عالمانو سوله نېکمرغي او جنګ تباهي بللې وه.
د افغانستان ديني عالمانو په دې جامع فتوا کې له وسله والو طالبانو څخه غوښتي وو چې د افغانستان د اسلامي جمهوريت په مشرۍ د سولې په خبرو اترو کې برخه واخلي .
د ښځو په استازيتوب د ښځو چارو رئيسې روقيې اڅکزۍ او ښځينه فعالې ډاکټرې عزيزې بابۍ د افغانستان د سولې په تړاو د نړۍ د اسلامي هيوادونو د ديني عالمانو او د افغانستان د ديني عالمانو له فتواګانو څخه ملاتړ وکړ او له ټولو ښځو څخه يې غوښتنه وکړه چې د سولې د راوستو په برخه کې له خپلو ورونو سره يوځای کار وکړي .
په قندهارکې په داسې مهال د سولې په ملاتړ غونډه ترسره کېږي چې په سعودي عربستان کې د نړۍ د ۳۳ هيوادونو څه باندې ۲۵۰۰ ديني عالمانو اعلان وکړ چې په افغانستان کې د سولې د هڅو ملاتړ کوي او د جګړې پرښکېلو خواوو يي غږ وکړ چې له تاوتریخوالي لاس واخلي او د قرآنکریم له سپارښتنې سره سم له افغان حکومت سره د سولې مستقیمې خبرې پیل کړي.
پای/وصال

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته