شبرغان باختر دوږي دمياشتې ٢٥ نيټه :
د وسله والوطالبانو يو قوماندان له څلورو تنو نورو طالبانو سره پرون د جوزجان ولايت په آقچې ولسوالۍ کې ووژل شو.
د ٢٠٩ شاهين قول اردو د مطبوعاتو مسوول جګړن نصرت الله جمشيدي باختر آژانس ته وويل چې دغه وسله وال مخالفين د جوزجان ولايت د آقچې ولسوالۍ د جبار شهيد په کلي کې د ملي اردو د ځواکونو په عملياتوکې ووژل شول.
په وژل شويوکسانوکې په جوزجان ولايت کې د طالبانو کليدي قوماندان ملا خيرالدين لنګ هم شامل دى.
جمشيدي زياته کړه: په دغو عملياتوکې پنځه تنه نور وسله وال طالبان ټپيان شوي دي.
پاى ج ذ
0 د یوې دقیقې څخه لږ