امنیت

ديارلس تنه ډار اچوونکي په پکتيا کې ووژل شول

کابل   باختر دوري دمياشتې  ٢٤ :
ديارلس تنه وسله وال طالبان په پکتيا ولايت کې د ډاراچوونکو په سنګرونو دپوځيانو دنويو بريدونو په بهيرکې ووژل شول.
په دغو وسله والو  طالبانو نن سهار کله چې  په يو لړ ډار اچوونکو فعاليتونو بوخت وو  دپوځيانوله خوا پرې ناڅاپي بريد وشو.
دپکتيا ولايت يوه پوځي قوماندان باخترآژانس ته وويل په دغه ولايت کې دپوځيانو په نويو بريدونو کې ديارلس تنه ډاراچوونکي  ووژل شول.
په همدې حال کې ويل کيږي  چې پوځيانو په پکتيا ولايت کې  د وسله والو طالبانو  په لسګونو سپکې او درندې وسلې هم ترلاسه کړي دي.
په يوبل خبر کې ويل شوي  دي چې په پکتيا ولايت کې پوځيان د ډاراچوونکو       د جنګي وسايلو د دوو ډيپوګانوپه کشفولو بريالي شوي دي.
دغه ډيپوګانې دپوځي عملياتوپه بهيرکې دوسله والو طالبانو له پټنځايونو څخه کشف شوي دي.
دپکتياولايت يو پوځي خبرځاى وايي چې له دغو ډيپوګانو څخه په لسګونو وسلې هم  ترلاسه  شوي دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته