امنیت

په کونړ کې دداعش په ډلې پورې اړوند ددريو تنو تروريستانو نيول کيدل

_ کابل باخترد لړم د مياشتې  ٢٣ :
هغه درې تنه پاکستاني اتباع چې د داعش له ډلې سره د مرستې  په موخه  دننګرهار ولايت  اچين ولسوالۍ ته روان وو ، ونيول شول.
دملي امنيت  ادارې ديوې خبرپاڼې په خپرولو سره ويلي دي ؛ دپاکستان
دباجوړو دجندول دکلي اوسيدونکي په حذيفه مشهور د  شيرولي ،حمزه او دنورحميد جان په  نومونو  دداعش دډلې درې تنه تروريستان چې غوښتل يې  دکونړ ولايت له لارې  داچين ولسوالۍ ته لاړشي ، دملي امنيت دلوى رياست له خوا وپيژندل شول  اودکونړ ولايت  د مرکز اسعداباد ښارپه مربوطاتو کې  ونيول شول.  
دغه راز دملي امنيت دلوى رياست دموظفينو په  خاصوعملياتو کې  دشيرملنګ په نامه دوسله والو طالبانو دډلې يو قوماندان له پنځو تنو افرادو سره يې د کونړ ولايت په مربوطاتو کې ووژل شو  او دوه تنه نور ټپيان شول.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته