سیاست

جمهور رئیس غني د تېرې شپې د تروریستي برید په مهارولوکې د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو چټک غبرګون وستایه

کابل باختر د غبرګولي دمياشتې  ٦
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهور رئیس محمد اشرف غني د کابل ښار په وزیر محمد اکبرخان مېنه کې پر یوه میلمستون د تروریستانو د برید په مهارولو کې د افغانستان د امنیتي او دفاعي ځواکونو چټک غبرګون وستایه.
په هغې مطبوعاتي اعلاميه کې چې په دې اړوند دجمهوررئيس دوياندددفترله لارې باخترآژانس ته رسيدلې ده ويل شوي دي.
له دغه تروریستي برید وروسته، د هېواد امنیتي ځواکونو ډېر ژر ځانونه د پېښې ځای ته ورسول، دښمن یې له پښو وغورځاوه او د سردزيان داوښتومخه يې ونيوله.
جمهور رئیس محمد اشرف غني دغه تروریستي برید په کلکو ټکو وغانده، وې ویل: زموږ امنیتي ځواکونو یو ځل بیا دا ثابته کړه چې د افغانستان د امنیت د ګډوډولو لپاره د هر ډول ګواښ او هڅې پر وړاندې، د خپل هېواد او خلکو دفاع کوي.
جمهور رئیس غني د هېواد له امنیتي ځواکونو سره د افغانستان د خلکو د ملاتړ قدرداني وکړه، وې ویل چې د جمهوري ریاست عالي مقام به د امنیتي او دفاعي ځواکونو د ستایلو پروګرام ته دوام ورکړي .
جمهور رئیس محمد اشرف غني څرګنده کړه چې دښمن د جګړې په ډګر کې د هېواد له امنیتي او دفاعي ځواکونو سره د مقابلې توان  نه لري نو له همدې امله د ماشومانو، ښځو او بې ګناه خلکو په وژلو لاس پورې کوي او په غیر پوځي سیمو بریدونه کوي.
جمهور رئیس غني وویل، موږ له داسې دښمن سره مخامخ یوو چې غواړي د ترهګرۍ له لارې زموږ د خلکو په منځ کې ویره خپره کړي خو د دې خاورې زړورو او میړنیو بچیانو دا ثابته کړې ده چې د افغانستان دښمنان به هیڅکله هم خپلو ناوړو هیلو ته ونه رسیږي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته