کا بل باختر د ليندي لسمه
د افغانستان د اسلامي جمهوریت د ملي امنیت سلاکار محمد حنیف اتمر نن د خپل کار په دفتر کې، د غوڅ ملاتړد ځواکونو له قوماندان جنرال جان اف کمبل سره وکتل.
دباخترآژانس دخبرله مخې.
په دې کتنه کې بروکسل ته د نومبر میاشتې پر لسمه نېټه د ملي امنیت سلاکار د سفر پر پایلو او مزار شریف ته د ښاغلي کمبل د وروستي سفر پر جزیاتو خبرې وشوې.
دواړو لورو د افغانستان د امنیتي وضیعت په اړه خپلې ارزونې له یوه بل سره شریکې کړې او د افغان امنیتي ځواکونو د روزنې او سمبالولو د چارې پر موثره کولو یې ټینګار وکړ.
0 د یوې دقیقې څخه لږ