امنیت

د خوراکي امنيت د عامه پوهاوي ډلې غونډه جوړه شوه

– کابل / باختر/ د وږي٩ مه
د خوراکي امنيت کمېټې د عامه پوهاوي ډلې ۱۸مه غونډه نن د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د خپرونو چارو د معين سید آقا حسین فاضل سانچارکي په مشرۍ جوړه شوه.
د باختر آژانس د خبرله مخې: په دې غونډه کې چې د کورنيو او بهرنيو بنسټونو د غړو په شتون جوړه شوه؛ له اکاډميکي بنسټونو او انجوګانو څخه د تغذيې او خوراکي امنيت د چارو د متخصصو کادرونو د پېژندنې په برخه کې پرېکړې، د ويب سايټ د رامنځته کولو د اړتيا او د باختر آژانس په چوکاټ کې د پروډکشن برخې د طرحې د پرمخ بيولو په باب غور او خبرې وشوې او پر يادو موضوعګانو د کار د دوام  د اړتيا او د خوراکي امنيت او مصوونيت په برخه کې د عامه پوهاوي په لاره کې له رسنيو سره د هوکړليک پر لاسليک ټينګار وشو.
په غونډه کې د عامه پوهاوي د عمل پلان او له سودا ګريزو شبکو او نورو بنسټونو سره د کار په باب خبرې وشوې او لازم تصميمونه ونيول شول.
پاى ف ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته