لښکرګاهباختردتلې دمياشتې٣٠نيټه :
درې تنه ملکي وګړي په هلمند ولايت کې د ماين د چاودنې له امله ووژل شول.
په دغو ملکي وګړو نن سهار د هلمند ولايت د سنګين ولسوالۍ په مربوطاتوکې ماين وچاوديد.
د هېواد په جنوب کې د ملي اردو يو قوماندان باختر آژانس ته وويل چې په دې چاودنه کې د يوې ميرمنې په ګډون درې تنه ملکي وګړي ووژل شول.
ده وويل: ماين واټ ته څېرمه ښخ ګړاى شوى و او د ملکي وګړو د تيريدو په وخت کې وچاوديد.
د ملي اردو دغه قوماندان وسله وال طالبان ددغه ماين د ښخولو مسوول وبلل او ويې ويل چې د دغې پيښې دعاملينو دپيژندنې اونيولو لپاره هلې ځلې پيل شوې دي.
پاى ج ذ
0 د یوې دقیقې څخه لږ