کابل- باختر د ليندي څليرويشتمه:
د بغلا ن ولايت په ده صلاح کلې کې د اوبو بريښنا د توليد يوه کوچني دستګاه نن ګټې اخيستنې ته وسپارل شو .
د بغلان ولايت د ده صلاح ولسوال عبدالحنان باختر اژانس ته وويل: د اوبو بريښنا د توليد دغه دستګاه چې د دوه شپيته کيلوواټه بريښنا د توليدظرفيت لري؛ د بغلان ولايت دکليو د بيا جوړولو او پراختيا رياست دکليوالي ظرفيت د لوړولو دملي پروګرام په مرسته او د خلکو په سلوکې دپنځلسو په ونډې سره ديو سلو پنځه ويشتو زرو امريکايي ډالرو په ټول لګښت ګټې اخيستنې ته سپارل شوې ده .
ده زياته کړه چې د دغې دستګاه په درولو، مونتاژ او په کار اچولو سره نږدې څلور سوه پنځوس کورني په څليرويشت ساعته ډول له بريښنا څخه کار اخلي .