ټولنه

په تخارکې له لسګونو اړو کورنيو سره مرسته

کابل باختر د مرغومي نهمه په تخار ولايت کې د سرې مياشتې ادارې له خوا له لسګونو اړو کورنيو سره مرسته وشوه. په دغو مرستوکې خوراکي او غير خوراکي توکي شامل دي چې د افغاني سرې مياشتې د ټولنې له خوا برابر شوي وو. د افغاني سرې مياشتې د ټولنې د رسنيو دفتر د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره وايي چې په دې پړاوکې له جګړې او وچکالي څخه په ٥٣ بې ځايه شويو کورنيو په فرخار ولسوالۍ کې خوراکي او غير خوراکي توکي وويشل شول. خبرپاڼه زياتوي چې په تخار ولايت کې د مرستو بهير دغه راز دوام لري . ختم_ شکريه _اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته