امنیت

په هلمند کې په دريو ښځو د وسله والو طالبانو ډله ييز تيرى

کابل – باختر د زمري دمياشتې ١٠
وسله والو طالبانو په هلمند ولايت کې پر دريو ښځو ډله ييز تيرى کړى دى .
د اړوندو خپرونو له مخې: په هلمندکې د طالبانو د يوه جګپوړي قوماندان افرادو تېره اوونۍ د نهرسراج ولسوالۍ د بلوچانو په کلي کې د يوه کليوال په کور بريد وکړ او پر دريو ښځو يې جنسي تيرى وکړ .
په هلمند ولايت کې يوه سيمه ييز مسوول چې نه يې غوښتل نوم يې واخيستل شي، رسنيو ته ويلي دي: يرغلګرو طالبانو د يوه ځوان هلک په وړاندې ددغې کورنۍ پر دريو غړيو جنسي تيرى کړى دى .
د خامه پرس آژانس د دغې سيمه ييزې سرچينې له خولې خبر ورکړ: هغه قوماندان چې افرادو يې پر دغو ښځو جنسي تيرى کړى دى؛ دغو ملکي کسانو ته خبردارى ورکړى چې موضوع رسنيو ته و نه رسوي.
طالبانو تر اوسه پورې په دې باره کې څه نه دي ويلي.
مخکې له دې هم څو ځلې د هېواد په ځينو سيموکې پر ښځو د طالبانو د ډلې اړوندو کسانو له خوا د جنسي تيرى خبر ورکړى شوى دى.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته