نړۍ

د چين ډيرې سترې الوتکې په الوتنې پيل وکړ

_  بجينګ ايرنا باختر د وږې دمياشتې ١٠ :
چين د رنګين کمان _ ٥ په نامه خپله ډيره ستره بې پيلوټه الوتکه په برياليتوب سره  الوتنې ته چمتوکړه.
دغه الوتنه په فاشيستي ضدجګړې دبرياليتوب په مناسبت د چين د ډيرسترپوځي پريټ د ترسره کولو په درشل کې شوې ده.
دغه الوتکه د را رسيدلو خبرونوله مخې: 
د نړيوال ستندرد په معيارونو سره جوړه شوې ده او د وزن په لحاظ او په ظاهري بڼې سره په ډيره ښه توګه د الوتنې له ورته وسايلو سره سيالي کوي.
د دغې بې پيلوټه الوتکې د وزرونو اوږدوالى ٢٠ متره اعلام شوى دى چې  کولاى شي له دريو ټنو وزن سره والوزي .
دغه الوتکه دغه راز کولاى شي له ٩٠٠ کيلوګرامو بار سره په ټيټه ارتفاع کې  ٣٠ساعته الوتنه وکړي.
چين اعلام کړى دى چې له دغې الوتکې څخه به له تروريزم سره د مبارزې، د پيژندنې د عملياتو، سرحدي ګزمو، څارنې او په ټاکلو هدفونو د بريد لپاره کار واخستل شي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته