سیاست

جمهور رئیس غني: ښاروالان او د ناحیو رئیسان باید خلکو ته ځواب ویونکي وي

کابل/ باختر/ د زمري دمياشتې ١۱ نيټه :
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهور رئیس محمد اشرف غني ښاریانو ته د غوره ښاري خدمتونو د برابرولو او د پلازمېنې په توګه د کابل لرغوني ښار د هویت د احیا په موخه پرون ماښام د کابل له سرپرست ښاروال او د ناحیو له رئیسانو سره په  ګلخانې ماڼۍ کې وکتل.
د جمهور رييس د وياند دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ:
په پیل کې  د کابل ښاروالۍ سرپرست عبدالله حبیب زي او د کابل ښاروالۍ د تنظیف رئیس انجینر احمد بهزاد غیاثي، فقیرالله امین، انجینر صفي الله عبدي، غلام نبي رحیمي او محمد صدیق نوري د کابل ښار د ناحیو د رئیسانو په استازیتوب خبرې  وکړې او د خپلو برنامو، اهدافو، ښاري پراختیا، د صنعت د ودې، د شغل ایجاد، د پانګونې د جذب، د اداري فساد پر ضد مبارزې، د زوراکو پر ضد د خلکو د بسیجولو، د دست فروشانو د مدیریت او نظم په اړه جمهوررئیس ته معلومات ورکړل او دغه راز یې په بېلابېلو برخو کې خپلې ستونزې او وړاندېزونه له جمهوررئیس سره شریک کړل.
جمهوررئیس غني د یادو ویناوالو د معلوماتو، ستونزو او وړاندېزونو له اورېدو وروسته وویل، د ناحیو د رئیسانو په برنامو کې باید د کابل ښار عمومي تصویر وړاندې او دغه راز د ټولو ناحیو د رئیسانو ترمنځ همغږي لا زیاته شي.
جمهوررئیس وویل، کابل ښاروالي باید د کابل پانګه، تاریخي ځایونه، شنې ساحې او زېربنا سمې تشخیص کړي او د ظرفیتونو او محدودیتونو یو واضح تصویر دې ولري.
د هېواد جمهوررئیس په کابل کې د اوبو پر سم مدیریت او د اوبو د ضایع کېدو پر مخنیوي د ټینګار تر څنګ وویل، کابل ښاروالي باید په خپلو برناموکې د خلکو ونډې او همکارۍ ته پاملرنه وکړي.
جمهوررئیس څرګنده کړه، د ښاروالیو په نوي قانون کې به د ناحیو رئیسانو ته زیات واکونه ورکول شي. هغه د ښاروالیو او پولیسو ترمنځ د همکاریو پر لا زیاتوالي ټینګار وکړ.
د غونډې په پای کې د هېواد جمهور رئیس د کابل سرپرست ښاروال او د ناحیو رئیسانو ته په خطاب کې وویل: ښاروالان او د ناحیو رئیسان باید خلکو ته ځواب ویونکي وي او د خپلو اصلاحي برنامو د عملي کولو له لارې د خلکو بشپړ رضایت ترلاسه کړي.#

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته