امنیت

د هېواد په لويديځ کې د ملي اردو متقاعد افسران وستايل شول

کابل باختر دکب پنځلسمه :
دظفر قول اردو دلوړ رتبه متقاعدو افسرانو کارونه  وستايل شول .
دظفر قول اردو  قوماندان تورنجنرال محمد ناصر هدايت د تقاعد ټاکنه اوتبديلي يو عادي بهير وباله او هغه يې  د دولت  دکارکوونکو دقانون له جملې څخه ياد کړ .
ده دځوانو افسرانو کارونه چې دامنيت دتامينولو او دخلکو دسر او مال دساتنې لپاره يې  ترسره کړې و ، په قدردانۍ سره ياد کړل .
دظفر قول اردو  دمحکمې رييس بريد جنرال عبدالواسع اود دغه قول اردو  سرپلټونکي  بريدجنرال محمد عيسي مجددي  دمتقاعدوافسرانو  له جملې څخه دي چې ژمنه يې وکړه چې دتقاعد په دوره کې به دامنيت دتامينولو او ددولت  دپروګرامونو  دعملي کولو په لاره کې له هيڅ راز هلوځلو څخه ډډه نه کوي.
  په پاى کې ددغه قول اردو په متقاعدو افسرانو ستاينليکونه وويشل  شو .
ختم_  ج _ اکرم

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته