امنیت

په ننگرهارکی به دمري ګنډلو له يوه شرکت څخه کنګل شوې پیسې بیرته واخیستل شی

ننګرهار باختر د وري دمياشتې ٢ :
په ننګرهار کې د عابد عرفان په نامه دمری ګنډولو د يوه شرکت کنګل شوې پیسې به ډېر ژر د قانون له مخې په زيانمنوشويو کسانو په عادلانه  توګه   وویشل شي.
په ننګرهار کې شاوخوا دوه کاله مخکې د عابد عرفان په نامه  د مری ګنډلو، ديوه شرکت له لوري د دې ولایت ٦٨٧٧  غریبکارو کورنیو  څخه یوسلو ١٧٤ میلیونه افغانۍ په  چل او فریب اخیستې وې ، چې د امنیتي او کشفي ارګانونو په خبریدو سره  ددغه شرکت یوولس تنه کارکوونکي د امنیتي موظفینو له خوا      و نیول شول او ددغه شرکت  مسوولین  په تیښتې بریالي شول.
د ننګرهارد استيناف څارنوالۍ ریس عبدالاحد حیدري دباخترآژانس خبریال ته وویل ددغو کسانو دوسيې بشپړې شوې او تيرکال د کب د میاشتې په ۲۲ نیټه يې امنیه قومندانۍ ، ملي راډیوتلویزیون ، مستوفیت ، ګمرک ، ملي  بانک او ښاروالۍ ته يې  پريکړې ليږل شوي دي .
ده زیاته کړه ،هغه مهال د دغې قضیې په تور یوولس تنه د امنیتي او کشفي ارګانونو له خوا نیول شوي و او د څیړنو په  نتيجه  کې ثابته شوه ، چې نیول شوي کسان له دغه فریبکاره شرکت سره د خلکو په دوکه کولو کې لاس درلود ،چې په وینا یې نیول شوو کسانو ته د جزا  د قانون د ۱۵۸ مادې او د درې ګونو محکمو د پریکړو له مخې  هر يو په شل شل کاله بند محکوم شول.
حیدري وویل : د عابد عرفان په نامه شرکت څخه لس میلیونه او پنخه اتیا زره افغانۍ په بانک کې امانت ساتل شوي او رسماً یې د عدليې ریاست ته د قانون   له مخې خبر ورکړی چې دغه  پیسې زيانمنو شويو کورنیوته  د قانون په چوکاټ په عادلانه ډول وویشل شي .
د استناف څارنوالۍ ریس زیاته کړه د نیول شوو کسانو شخصي  ملکیت ندی تثبیت شوى او هغه نور چې په  دې  دوسیه کې شامل دي او په تیښتې بریالي شوي  دي  دهغوى دنيولو  حکم امنیتي او کشفي ارګانونو ته ورکړىشوى دى. 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته