سیاست

د ملي امنیت سلاکار په کابل کې د بېلابېلو هېوادونو له سفیرانو سره وکتل

کابل باختر/ د وږي د مياشتې۱۲ نيټه
د افغانستان د اسلامي جمهوریت د ملي امنیت سلاکار ډاکټر حمدالله محب د ملي امنیت شورا دفتر د غونډو په خونه کې په افغانستان کې د بېلابېلو هېوادونو له استازو او سفیرانو سره وکتل.
د ملي امنیت شورا دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ:
په دې کتنه کې د امریکا د متحده ایالاتو، بریتانیا، جرمني او فرانسې پر سفیرانو سر بیره د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د ځانګړي استازوالۍ دفتر (یوناما) مشر او د ناټو د غړو هېوادونو په استازیتوب د دې سازمان ملکي استازی شامل وو.
دغه کتنه چې د پیژندنې او لومړنیو کاري اړیکو د ایجاد په موخه را بلل شوې وه، د اړوندو هېوادونو او سازمانونو استازو د دوه اړخیزو اړیکو په پیاوړتیا، له افغانستان سره د همکاریو پر دوام او د ولسواک نظام پر ښه والي او ملاتړ خبرې وکړې.
د ناستې برخه والو له ترهګرۍ سره د مبارزې او افغان ځواکونو د تجهیز او ملاتړ ترڅنګ، د سولې پر بهیر او ټاکنیزو چارو بحث وکړ.
سفیرانو او عالي رتبه استازو وویل چې د افغانستان روښانه راتلونکی له افغانانو سره د دوی ګډ هدف دی او دې هدف ته رسیدو په موخه به له ټولو فرصتونو څخه ګټه پورته کړي.
د ملي امنیت سلاکار ډاکټر حمدالله محب د ټولو سفیرانو او ډیپلوماتانو له راتګ څخه مننه وکړه او د افغانستان د روښانه راتلونکي لپاره یې د دوی همکارۍ وستایلې. ښاغلي محب سفیرانو او استازو ته خپل کاري لومړيتونه په مختصره توګه بیان کړل او په هغو برخو کې، چې د دوی همکارۍ او همغږۍ ته اړتیا وي، د لیدنو او مشترکو بحثونو پر ایجاد ټینګار وکړ.
پای – ذ

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته