ټولنه

يوه هندويه د اسلام په مقدس دين مشرفه شوه

کابل باخترثور دمياشتې   ١ :
دهندوستان له هېواد څخه يوه هندويه ميرمن فاطمه زهرا چې نوې د اسلام په مقدس دين مشرف شوې ده؛ له خپل ميړه اميد تجلي سره چې د افغانستان تابعيت لري؛ د سنا مجلس د لومړي نايب محمدعلم ايزديار اوديو شمير سناتورانو له خوا د تاوده هرکلي وړ وگرځيده .
دمشرانو جرګې مطبوعاتي دفتر باخترآژانس ته خبرورکړ :
په دې  کتنه کې  دسنا مجلس لومړي نايب په داسې حال کې  چې د مشرانو جرګې
د ديني او فرهنګي  چارو د کميسيون مرستيال مولوي ميرحمدالله منيب اويوشمير
زيات سناتوران هم حاضر وو؛ ميرمن زهرا او د دې ميړه ته د مبارکى د ويلو په ترڅ کې په ژوندانه کې داسلام دمقدس دين دمقام او دهغه دښيگڼوپه باب خبرې وکړې او د برياليتوب هيله يې ورته  وکړه.
وروسته ميرمن زهرا تجلي  د اسلام مقدس دين ته  دمخې کولو د انګيزې په باب 
وويل : د کايناتوپه نظام کې مطالعې او تفکر او له واده مخکې د دې د ميړه اميد تجلي لارښوونو او بلنې دا دې ته وهڅوله چې اسلام ومني .
دغه راز اميد تجلي زياته کړه  چې په هندوستان کې د خپلې زده کړې په وخت کې
له دې سره اشنا شو او د زده کړې په بهيرکې يې د لوى  خداى (ج) د شتون د اثبات په باب د شرعي دلايلو په وړاندې کولو سره وکولاى شول چې دا داسلام مبين دين ته راوبولي چې د زهرا د کورنۍ په موافقې سره يې له دې سره واده  وکړ.
وروسته  مولوي مير حمدالله منيب او نورو سناتورانو د اسلام مبين دين ته د ميرمن فاطمې د مخې کولو باب د دې کلکه اراده او هوډ وستايه او د لوى خداى (ج) له دربار څخه دوى ته دنيکمرغه او سوکاله  ژوندانه هيله وکړه .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته