کابل باختر د کب دريمه :
دهرات ولايت په فرسي ولسوالۍ کې په يوه نولس کلن ځوان ډزې وشوې او ټپي شو .
دغه ځوان سرور نوميږي چې دناپيژاندو کسانو له خوا دفرسي ولسوالۍ په تولک سيمه کې پرې ډزې وشوې .
له هرات څخه دباختر اژانس دخبريال دخبر له مخې، دغه ټپي ځوان همدا اوس دهرات ښار په مرکزي روغتون کې تر درملنې لاندې دى .
دهرات ښار دمرکزي روغتون وياندددغه ځوان روغتيايي حالت مخ په ښه والي وباله او ويې ويل چې دى همدا اوس تر جدي درملنې لاندې دى .
تراوسه پورې ددغې پيښې انکيزه نه ده مشخصه شوې .
0 د یوې دقیقې څخه لږ