نړۍ

دخيبر پښتو نخوا په ايالت کې دماين چاودنه

-پيښور – دى دان باختر د تلې دمياشتې ١٢
دخيبر پښتونخوا ايالت دکوهات په سيمه کې نن دچاودنې له امله څه ناڅه شپږ تنه ووژل شول.
پوليسو اعلام وکړ چې دغه چاودنه ديوبم زيږنده وه چې دکوهات ښار دپيښور په چوک کې ايښودل شوى و چې له امله يې شپږ تنه ووژل شول.
دچاودنې په سيمه کې څو پلورنځيو او موټروته زيات تاوانو آوښتي دي .
تراوسه پورې دکوهات او کويټې په ښارونو کې ددغو چاودنو مسووليت چا په غاړه نه دى اخستى . خو پخوا د طالبانو دتحريک او دبلوڅو دخپلواک غوښتوونکي اردو دياغيانو ډلې ددغه شان پيښو مسووليت په غاړه اخستى دى .
دپاکستان جمهور رييس ممنون حسين او صدراعظم محمد نواز شريف اوددغه هيواد دسياسي او مذهبي ګوندونو زيات شمېر چارواکو دکوهات او کويټې تروريستي بريدونه غندلي دي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته