امنیت

د پکتيکا ولايت په ارګون ولسوالۍ کې د ځانمرګي بريدمخه ونيول شوه

کابل باختر د چنګاښ څوارلسمه :
د ملي امنيت د لوى رياست موظفينو دپکتيکا ولايت د ارګون ولسوالۍ په مربوطاتوکې د ځانګړو عملياتو په بهيرکې د ابودوجانه په مستعار نامه عبدالولي يوځانمرګى يرغلګر ونيوه .
دغه سړى غوښتل چې له يوه چاوديدونکي  واسکټ  څخه په استفادې سره په ارګون ښارکې ځانمرګى بريد ترسره کړي .
د ملي امنيت د لوى رياست مطبوعاتي دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ:
نيول شوى سړى اعتراف کړى دى چې يوه مياشت يې د پاکستان په کوهاټ  کې د طالبانو په مرکزکې تېره کړې ده او وروسته د وزيرستان د واڼه ضلعې په زرميلنه  سيمه کې ٢٠ ورځې  پوځي او ځانمرګي تعليمات زده کړي دي .
تروريستان دوه کاله مخکې د روژې په مبارکه مياشت کې په ارګون ولسوالۍ کې د ځانمرګي بريد په ترسره کولو سره زموږ په لسګونو تنه بېګناه هېوادوال په وينو او خاوروکې ولړل او لت پت يې کړل او اوس هم دغو يرغلګرو نيت درلود چې يوځل بيا د ځانمرګي بريد په ترسره کولو سره  زموږ ديندار خلک په وينو لت پت کړي او يې لړي چې له نيکه مرغه ددغو تروريستانو ناوړه پروګرام د ملي امنيت د سرتيرو له خوا کشف او شنډ کړى شو .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته