امنیت

يوه ميرمنه په باميانوکې په مرموز ډول ووژل شوه

کابل /د لړم ٢٦مه /باختر
په باميانوکې يوه ځوانه ښځه په مرموز ډول ووژل شوه.
پوليسو د دغې ښځې مړى پرون ناوخته د باميانو په ښار کې کشف کړ.
د رسېدلو خبرونوله مخې؛ يرغلګرو دغه ځوانه ښځه له وژلو وروسته په يوه کمپله کې تاوه کړې وه او په داسې حال کې چې لوڅه وه د باميانو ښار د جلال غونډى په کلي کې اچولې وه .
د باميانو د پوليسو يو مسوول له باختراژانس سره په اړيکه کې تاييدکړه چې تراوسه پورې د مقتولې هويت او د دغې وژنې انګيزه روښانه نه ده .
د باميان پوليسو په دې اړه دڅيړنې د پيل خبرورکړ. ج-ا

دوام

ورته لیکنې

دکمه بازگشت به بالا