فرهنګ

د پلاستيکي ټوپکو د کارولو د مخنيوي په موخه کمپاین پیل شو

لښکر ګاه باختر د وږي د میاشتې ۸ مه
د هلمند ولايت د اطلاعاتواوفرهنګ ریاست په نوښت په دغه ولايت کې  د پلاستیکي ټوپکو او پټاقیو دکارولو د مخنیوي اوپوهاوي په موخه درې ورځنی کمپاین پیل شو.
د هلمند ولايت داطلاعاتواوفرهنګ رېیس فريد احمد فرهنګ باختر اژانس وویل چې دغه کمپاین یې دنيکمرغه لوی اختر دورځو په مناسبت له اړونده ادارو سره په ګډه يې پیل کړی چې د پلاستیکي ټوپکونو اوپټاقیو د پلورنې او پېردنې د مخنيوي په موخه  خلکو ته پوهاوی ورکړي او نوی نسل له ټوپک اووسلې سره د بلدتيا پرځای د قلم اوپوهنې لورې ته وهڅوي.
فرهنګ زیاته کړه چې د خوښیو او په نورو ځانګړو مراسمو کې زموږ ماشومان له مصنوعي وسلو او پټاقیو څخه استفاده کوي چې له يوې خوا د اقتصادي زیان لامل کیږي اوله بله پلوه مو په ټولنه کي د یوه جګړیز دود اوفرهنګ په توګه پاتیږي.
فرهنګ د کورنیو له مشرانو وغوښتل وکړه چي خپل اولادونه د مصنوعي وسلو اوپټاقیو له پېرودنې څخه منع کړي اوهغه څوک چې دغه وسلې پلوري دامنیتي ځواکونو له خوا به ونیول شي اود قانون منګولوته به وسپارل شي.
پرهمدې مهال دهلمند ولايت دامنیې قوماندانۍ هم  له هېوادوالو وغوښتل چې خپل اولادونه د مصنوعي ټوپکو اوپټاقیو له کارونې څخه منع کړي اوپرې نه ږدې چې بچيان يې د قلم او زده کړو پر ځای له وسلو سره بلد شي.پای/وصال

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته