کابل باختر دثور نولسمه :
دافغانستان دکرکټ بورد مسوولين وايي دهېواد دملي ټيم درې تنه لوبغاړي دکرکټ د نړيوالې شورا په درجه بندي کې په لسو غورو لوبغاړوکې شامل شول .
دکرکټ بورد مرستيال عزيز الله فضلي باختراژانس ته وويل چې محمد نبي عيسى خيل د الراوندرانو په رده بندي کې درېم مقام ترلاسه کړى دى .
فضلي وويل: شهزاد محمدي په شل اوريزو سياليو کې په توپ وهنه کې اووم مقام ترلاسه کړى دى او دتوپ اچولو په رده بندي کې راشد ارمان پنځم مقام ګټلى دى .
2 د یوې دقیقې څخه لږ