امنیت

په فراه کې د ملي امنيت يو کارکوونکى ووژل شو

فراه باختر دچنګاښ دمياشتې  ١١ :
د ملي امنيت د رياست يو کارکوونکى تېره شپه په فراه ولايت کې د ناپيژاندو وسله والوکسانو له خوا په ډزو سره ووژل شو.
د فراه ولايت د امنيې قوماندانۍ وياند اقبال باهر د باختر آژانس خبريال ته وويل  چې د ملي امنيت د رياست يو کارکوونکى د ناپيژاندو وسله والوکسانو له خوا د دغه ولايت په درېمه ناحيه کې د ده کور ته څېرمه وژل شوى دى.
ده زياته کړه چې يرغلګرو له سيمې څخه تښتيدلي او تر اوسه پورې د پيښې په اړوند څوک نه دي نيول شوي، خو د پيښې څيړنه دوام لري.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته