امنیت

د لغمان په مرکزکې د ښوونکو د ښارګوټي جوړيدل

کابل باختر د زمري څوارلسمه :
د لغمان ولايت په مرکزمهترلام ښارکې د ښوونکو ښارګوټى جوړ شو .
په دې ښارګوټيکې په ٢٤٧ اړو ښوونکو د استوګنې نمرې وويشل شوې .
دغه ښارګوټى د لغمان ولايت په مرکز پورې اړوند د بابا صاحب په نامه دښته کې موقعيت لري .
د لغمان ولايت د پوهنې د ادارې مسوولين وايي چې په دغه ښارګوټي کې دکورونو دجوړولوکارپه خپله د ښوونکو په غاړه دى او دولت هغوى ته د ژوندانه ټولې اسانتياوې برابروي.
د لغمان والي د دغه ښارګوټي د جوړولو په مراسموکې د ښوونکو د ستونزو حل کول د پوهنې د کيفي ودې او په پاى کې د افغانستان د پرمختګ لپاره يوه اساسي لاره ده .
دغه ښارګوټي په لغمان ولايت کې د ښوونځي هر ښوونکى ته د ٤٠٠  متره مربع په مساحت د ځمکې يوه نمره ورکړې شوې ده .
په دې ښارګوټي کې دښوونځي روغتون، جومات، مارکيټ، سړک، شنې ساحې او د اوبو او بريښنا د سيستمونو په ګډون د ژوندانه ټولې اسانتياوې په پام کې نيول شوې دي.
د حقوقو د کمښت او دکورونو د نشتوالي په نسبت د ښوونکو له اعتراض وروسته، جمهور رييس غني په ټول افغانستان کې په ښوونکو  د استوګنې دنمرو د ويش او دښارګوټو د جوړولو دبهير د ګړندي کولو لارښوونه وکړه .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته