امنیت

دوه ماينونه په جوزجان کې کشف شول

کابل باختر دمرغومي ديارلسمه :
په جوزجان ولايت کې نن  امنيتي ځواکونو دوه ماينونه کشف او شنډ کړل.
دجوزجان د والي وياند محمد رضا غفوري د باخترآژانس خبريال ته وويل: وسله والوطالبانو دوه ماينونه د مرديان او د آقچې د ولسواليو په لويه لاره کې او بل ماين د سرپل _شبرغان ښار په لويه لاره کې ښخ کړي و او غوښتل يې چې د امنيتي ځواکونو او هغه  مسافرين چې له دې لارې څخه تګ راتګ کول؛ وچوي  چې د دغه ولايت د امنيتي منسوبينو له خوا کشف او شنډ کړى شول .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته