ټولنه

يو زده کوونکى د بيوزلۍ له امله ځان وواژه

کابل- باختر د وږي دمياشتې ٤

د جوزجان ولايت د ښوونځي يو زده کوونکى پرون ځان وواژه.

د جوزجان ولايت امنيه قوماندان مل پاسوال فقير محمد جوزجاني د باختر آژانس خبريال ته وويل: د شبرغان ښار د چرمګرخانې د ښوونځي د شپږم ټولګي زده کوونکى بهمن ځان په کورکې زندي کړ او خپل ژوند يې پاى ته ورساوه.

خبرځاى وايي: د دغه هلک د کورنۍ دڅرګندونو له مخې ده د اقتصادي کمزورتيا له امله په دغه عمل لاس پورې کړى دى.
 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته