نړۍ

په نوي ډيلي کې د پاکستان د سفير احضارول

نوى ډيلى ايرنا باختر دوري  دوه ويشتمه :
د هند دولت پرون د دغه هېواد د بهرنيو چارو وزارت ته په نوي ډيلي کې  دپاکستان دسفير عبدالباسط  په احضارولو سره  داسلام اباد له خوا د دغه هېواد  د تبعه د اعدام لپاره هر راز اقدام د قصدي وژنې په توګه وباله او دا کار يې په کلکه وغانده .
باختر آژانس د ايران د دولتي خبري آژانس له خولې خبر راکړ:
د هند د بهرنيو چارو وزارت د تړلو دروازو ترشا د کلبوسن سودير جادهاو په محاکمې په انتقاد سره زياته کړه: د ده پرخلاف هيڅ راز مدرک شتون نلري.
پاکستان تېرکال اعلام وکړ چې د کلبوسن سوديرجادهاو په نامه يو هندي تبعه  چې د ايران له چابهار بندرڅخه دپاکستان دبلوچستان ايالت ته ننوتى و په بلوچستان کې پيژندلى او نيولى يې دى.
پاکستان ددغه سړي له نيونې څخه څو ورځې وروسته د کورنيو او بهرنيو خبريالانو په ګډون د خبري کنفرانس په جوړولو سره د لومړي ځل لپاره دکلبوسن د اعترافونو فلم خبريالانو ته وښوده اوله دې سره جوخت يې ددغه هېواد دخبري شبکو له لارې خپور کړ.
د هند د بهرنيو چارو وزارت دغه راز د بلوچستان ايالت په خاوره کې ددغه هندي تبعه نيول هم ترديد کړل او اعلام يې وکړ چې ښايي چې د پاکستان اطلاعاتي ګوډاګيانو دغه سړى د دغه هېواد له خاورې څخه په بهرکې تښتولى وي.
هندي رسنيو اعلام کړى دى چي کلبوسن ددغه هېواد دسمندري پوځ يو پخوانى افسر و .
دپاکستاني مقاماتو د څرګندونوله مخې: د هند د سمندري پوځ افسر کلبوسن  د٢٠١٦ ميلادي کال د مارچ په مياشت کې د پاکستان په بلوچستان کې ونيول شو او د نوي ډيلي له بيا بيا غوښتنو سره سره آزاد نه شو.
د هند دولت د دغه حکم دصادرولو پرخلاف د اعتراض په توګه ، د هغو څو تنو  پاکستاني اتباعو د آزادولو بهير ځنډولى دى چې ټاکل شوې وه دچهارشنبې په ورځ آزاد شي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته