امنیت

په هېواد کې د ٢٢تنو ډار اچوونکو وژل کيدل

کابل باختر دسلواغې  شپږمه :
دهېواد په بېلابېلو سيمو کې دامنيتي او دفاعي ځواکونوپه چانيزو عملياتو کې  ٢٢ تنه ډار اچوونکي ووژل شول .
دملي دفاع وزارت مطبوعاتي دفتر باختراژانس ته خبرورکړ  دهېواد امنيتي او دفاعي ځواکونو په تيرو  ٢٤ ساعتو کې ١٣ ګډ چاڼيز او يرغليز عمليات،  ٩٦ خاصې کوماندويي  دندې او نهه هوايي بريدونه ددښمن دځالو دله منځه وړلو په موخه دهېواد په بېلابېلوسيمو کې ترسره کړل  او دغه راز هوايي ځواکونو ١٠٦ هوايي الوتنې دملي اردودځواکونوپه ملاتړ ترسره کړې چې له امله يې  ٢٢ تنه ډار اچوونکي ووژل شول او نهه تنه نورټپيان شول .
دغه عمليات دهوايي قواوو په ملاتړ دکونړ ، کاپيسا ، پکتيا ، ميدان وردګو ، غزني ، قندهار ، هرات ، بادغيس ، غور ، فراه ، بلخ  او دهلمند په ولايتونوکې ترسره شول .
  ختم_ عطاالله _ اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته