ټولنه

د سرپل مسوولين په انتخاباتو کې د شفافيت په خاطر هلې ځلې کوي

کابل/ باختر/ د وږي٢٥مه
په سرپل کې د جمهوري رياست د انتخاباتو د ښه مديريت په موخه ددغه ولايت د ادارو ترمنځ د همغږۍ کمېټه جوړه شوه.
د سرپل والي عبدالقادر آشنا باختر آژانس ته وويل چې په دې کمېټه کې د انتخاباتو     د خپلواک کمېسيون او د انتخاباتي شکايتونو د اورېدو کميسېون پر رييسانو سربېره، د امنيتي کمېټې غړي، د مدني ټولنې د بنسټونو او د رسنيو استازي هم ګډون لري.
کمېټه دنده لري چې د جمهوري رياست د انتخاباتو په ورځ احتمالي ستونزې وڅېړي او د هغو د حل لپاره سملاسي اقدامات وکړي.
دغه راز کمېټه به په انتخاباتو کې د درغليو، سرغړونو او تقلب په مخنيوي کې هم رول ولري.
د سرپل امنيه قوماندان هم د تلې په شپږمه د جمهوري رياست د انتخاباتو د ترسره کولو لپاره د جدي امنيتي تدبيرونو د نيولو ډاډ ورکړ او ويې ويل چې په سرپل کې پوځيان چمتو دي د جمهوري رياست د انتخاباتو په ورځ امنيت په ښه ډول تامين کړي.
پاى ذ

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته