امنیت

اته تنه وسله وال مخالفان په تخار کې ووژل شول .

کابل باختر د چنګاښ  درې ويشتمه :
  اته تنه وسله وال مخالفان پرون په تخار ولايت کې ووژل شول .
د ٢٠٩ شاهين قول اردو وياند جګړن محمد حنيف رضايي باختراژانس ته وويل چې دغه وسله وال  مخالفان دتخار ولايت ددرقد ولسوالۍ دلارې په اوږدو کې   له دفاعي او امنيتي ځواکونو سره په نښته کې  ووژل شول .
رضايي زياته کړه چې په دې  نښته کې  ٢٢ تنه نور وسله وال مخالفان  ټپيان شوي دي .
ديوبل خبرله مخې، دوه تنه وسله وال طالبان په بلخ کې ووژل شول  .
د ٢٠٩ شاهين قول اردو  وياند وويل چې دغه وسله  وال طالبان دبلخ ولايت دچاربولک  په ولسوالۍ کې  له افغان پوځيانو سره په نښته کې  وژل شوي دي اوڅلور تنه نور وسله وال طالبان ټپيان شوي دي .
  ختم- ف _ اکرم

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته