خبرونهاقتصادټولنه

په کندز کې د څه د پاسه ۴.۷ میلیونه افغانیو په لګښت یو پُل ګټې اخیستې ته وسپارل شو

کابل، د سلواغې ۱۷مه، باختر

د څه د پاسه ۴.۷ میلیونه افغانیو په لګښت، د کندز په قلعه ذال ولسوالۍ کې د یوه فلزي پُل د ترمیم کار بشپړ او د سیمه ییزو مسئولینو له خوا ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.

باختر آژانس ته د ټولګټو وزارت د رسنیز دفتر د معلوماتو له مخې؛ دغه پُل د ۱۲۰ متره په اوږدوالي او اته متره پلنوالي سره د قلعه ذال ولسوالۍ پر مسیر موقعیت لري چې شېرخان بندر د بلخ له دولت آباد ولسوالۍ سره نښلوي او د سوداګریزو توکو په انتقال کې خورا اغېزمن اقتصادي رول لري.

ویل شوي چې د یاد پُل د ترمیم او بیا رغونې کار د ټولګټو وزارت او یوه خصوصي ساختماني او سړک جوړونې شرکت ترمنځ د څلور میلیونه ۷۷۱ زره ۸۶۰ افغانیو په لګښت قرارداد شوی و  چې د درېو میاشتو په موده کې یې چارې بشپړې شوې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته