سیاست

تبصـــــره :

کابل باختر دمرغومي دمياشتې ٢٧ :
دافغانستان اودعربي متحده اماراتو ترمنځ دستراتيژيکي همکاريو دسند لاسليک  د دواړو هېوادونو ترمنځ داړيکو دپراختيا لپاره  لاره آواروي  او دسيمې دهېوادونو ترمنځ دافغانستان دريځ لاپسې پياوړى کوي .
دباختر آژانس مبصرليکي : 
په دې وروستيو وختو کې  دجمهوررييس  محمداشرف غني په مشرۍ دافغانستان داسلامي جمهوريت ددولت  جګپوړي هېئت عربي متحده اماراتو ته دوستانه او رسمي سفر وکړ چې دهغه په بهېرکې دافغانستان داسلامي جمهوريت ددولت  اودعربي متحده اماراتو ددولت ترمنځ دستراتيژيکي همکاريو سند  لاسليک شو.
دغه سند  کولاى شي  په سياسي  ، امنيتي ، اقتصادي ، تجارتي او فرهنګي برخو کې ددواړو هېوادونو ترمنځ دهمکاريو  چوکاټ  مشخص کړي .
دستراتيژيکي همکاريو دسند لاسليک په دې ترڅ کې  چې دافغانستان ددولت  دريځ  چې له  زياتو کلونو  را په دې خوا له ډول ډول څرګندو ا وپټو تيريو  ، بهرنيو لاسوهنو  ، ناامنيو  او له  سيمه ييز تروريزم سره لاس او ګريوان ، په سيمه کې پياوړى کړي.
عربي متحده امارات  داسلامي  او دسيمې دهېوادونو ترمنځ ديو اغيزمن هېواد په  توګه طرحه دى  او  دافغانستان په  ګاونډ  کې له  هغو هېوادونو  سره نږدې اړيکې لري چې په يو  ډول   نه  يو ډول  يې  د افغانستان  قضيې  را نغاړلې دي.
سياسي کارپوهان ددغه سند لاسليک کول دافغانستان د دولت  اودهغه دوسله والو مخالفينو ترمنځ  دسولې دخبرو  دبهېر  دښه والي لپاره اغيزمن دى .
دغه راز دغه سند کولاى شي  دعربي متحده اماراتو پښه  دافغانستان دويجاړ اقتصاد ترميمولو لپاره وکاږي .
که چېرې په افغانستان  کې دسولې په بهېر دعربي متحده اماراتو اغيزمنتوب ته وګورو دخليج دحوزې   هېوادونو  له طالبانو سره  خپلې اړيکې  په يو مشخص  حد کې ساتلې وې . لکه څنګه  چې قطر دې ته  حاضر شوى و  چې ددغې ډلې  سياسي دفتر  په خپل هېواد کې  بيا پرانيزي . ددې ترڅنګ  عربي متحده امارات  په تير لنډ وخت کې   دافغان سياسي   فعالانو  او دطالبانو ديوشمير څيرو  دغونډې ډګر و  چې په هغې کې  په هېواد کې دسولې بهېر وڅيړل شو.
له  عربي متحده اماراتو وروسته کيداى شي دافغانستان دولت  دسولې دبهېر په ګړندي کولو کې  مر سته وکړي او دهغه دوسله والو مخالفينو پښه دخبرو ميز ته وکاږي.
د اقتصاد په  ساحه کې عربي متحده  امارات  دلوړاقتصادي حالت  په  لرلو سره کولاى شي  له افغانانو سره  مرسته وکړي  . په تيره بيا دا چې نن افغان پانګه والو او سوداګرو عربي متحده امارات دخپل کار او بار لومړى ځاى   انتخاب کړى دى او يوشمير هغه افغان سوداګر اوپانګه وال  چې په بيلابيلو دلايلو يې  خپلې پانګې  له افغانستان څخه  ايستلي دي  او دعربي متحده اماراتو په بيلابيلو ښارونو کې يې په کار او بار لاس پورې کړى دى  کم  نه دى. عربي  متحده امارات په دې ترڅ کې  چې  کولاى شي ددغه هېواد پانګه وال په افغانستان کې پانګونې ته وهڅوي . دا امکان هم لري هغه افغان سوداګر چې  ددوى دخلکو  او هېواد په برکت  دپانګې  خاوندان شوي دي ، دې ته وهڅوي  چې  خپل هېواد  هم  هېر نه کړي او  خپله يوه برخه پانګه په خپل هېواد کې په کار واچوي او خپلو هېوادوالو ته دکار او کار کولو  زمينه برابره کړي .
دافغانستان اودعربي متحده اماراتو ترمنځ دستراتيژيکي همکاريو دسندلاسليک د سيمه ييزو اړيکو يو ښه چاپيريال پرانيزي او کولاى شي  افغانستان ته د فارس  دخليج د حوزې په هغو نورو هېوادونو کې چې لوړ اقتصاد او پياوړى ظرفيت لري  ځاى ورکړي  چې هغوى هم دعربي متحده اماراتو پيروي وکړي .
هېر دې نه شي چې نن ورځ افغانستان  له داسې ستونزو او مشکلاتو سره لاس اوګريوان دي  چې د بهرنۍ لاسوهنې ، ګډوډ اقتصاد او بې ثباتۍ زيږنده دي  چې ښايي نور هېوادونه هم زيانمن کړي .  په داسې حال کې  چې له دغه هېواد سره  مرسته  ځينې ستونزې حل کوي او زياتره  سيمه ييزې انديښنې کموي .
نو له افغانستان سره د ستراتيژيکي  همکاريو د سند لاسليک  چې  له  صادقانه او عملي کړنو او ژمنې سره  يو ځاى شي   و به کولاى شي سيمه ييز ثبات  تنظيم کړي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته