امنیت

زابل کې د اسلام او افغان کلیمو په ملاتړ لاریون وشو

قلات باختر د لړم د میاشتې ۲۰ مه
د زابل ولایت په شاه جوی ولسوالۍ کې سلګونو کسانو د ولسې جرګې له خوا په پيژند پاڼو کې د اسلام او افغان کلیمو د لیکلو په ملاتړ لاریون وکړ.
دغه لاریون چې سهار نهه بجې د شاه جوي ولسوالۍ د بازار له ختیځې برخې پيل شوی و څه باندې دولس بجې پای ته ورسید او ګډونوالو یې د کابل قندهار پر لویه لاره سوله یيز لاريون وکړ.
په جوړ شوي لاريون کې شاوخوا زرو تنو برخه درلوده او د هغه چا خلاف یې شعارونه ورکول چې په پېژند پاڼو کې د دین او ملت له لیکلو سره مخالفت کوي.
د عبدالهادي هادي په نامه يو تن لاريون کوونکي د باختر اژانس سيمه ييز خبريال ته وویل چې، اسلام او افغان د دوى دیني او ملي ارزښتونه دي او ساتنه یې دوی خپل فرض ګڼي.
د لاریون یو بل ګډونوال نجیب الله وویل افغان دولت باید هغه کسان چې د ولس د ارزښتونو خلاف نظرونه لري ،له دولتي څوکیو لیرې کړي، څو د ولس او دولت تر منځ فواټن لا ډيره نه شي.
د ده په خبره د نورو هیوادوالو تر څنګ د زابل خلګ هم د ولسي جرګې د وروستۍ پریکړې غندنه کوي او هیله من دي چې مشرانو جرګه او ولسمشر به د ملت غوښتنې ته احترام وکړي
لاریون کوونکو چې بیلابیل شعارونه یې لیږدول ګواښ وکړ که د تذکرو په اړه را پورته شوی جنجال ډيرژر حل نه شي دوي به خپلو لاریونونو ته دوام ورکړي
په ورته وخت کې د زابل ولایت د شاه جوي ولسوالۍ ولسوال وزیرمحمد جوادي وویل سوله ییز لاريونونه د قانون سره سم د هر افغان حق دى.
د زابل د شاه جوي ولسوالۍ سلګونه اوسیدونکي په داسې حال کې د پېژند پاڼو په اړه د ولسي جرګې د پریکړې غندنه کوي چې تیره اوونۍ په قلات ښار کې هم مدني ټولنو د یو خبري کنفرانس په ترڅ کې د وکیلانو له فیصلې سره خپل مخالفت په ډاګه کړ.پای/وصال

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته