اقتصاد

له ټاپي پروژې سره د نيمروز د خلکو ملاتړ

کابل – باختر د مرغومې دمياشتې ٥
د نيمروز ولايت په سلګونو تنو اوسيدونکو په يوه ملي خوځښت سره د ټاپي له سترې له پروژې سره خپل ملاتړ اعلام کړ.
د زرنج له ښار څخه د باختر آژانس دخبريال دخبرله مخې:
په دې غونډه کې چې د نيمروز والي انجنير محمد سميع، د پوځي او ملکي ادارو رييسانو، د ولايتي شورا رييس او غړو، مخورو، قومي مشرانو، د مدني ټولنې غړو، ښځو او ځوانانو ګډون کړى و د ټاپي د سترې پروژې له تطبيق سره ملاتړ اعلام شو.
د نيمروز والي انجنير محمد سميع زياته کړه: ترکمسنتان ته د هيواد د جمهور رييس وروستى سفر او د آسيا د زړه په کنفرانس کې ګډون ښه برياليتوبونه لرل چې د دغو سفرونو په بهيرکې د ټاپي د پروژې د بنسټ ډبره کيښودل شوه چې د افغانستان ملت ته سترجشن دى .
د نيمروز والي دغه راز زيات کړه: په دغې سترې پروژې د ترکمنستان له خوا د ملياردونو ډالرو پانګونه زيات ارزښت لري او د دغې سترې پروژې تطبيق به زموږ د هېواد او د سيمې د اقتصادي ودې، امنيت او ثبات په لور يو ګام دى .
انجنير محمد سميع زياته کړه: موږ ټول بايد دغه پروژه د ملي هدف په توګه وبولو او په تطبيق او عملي کولوکې له هيڅ راز هلوځلو څخه ډډه ونه کړو.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته