کابل باختردثور دمياشتي٢٤ نيټه
د بهرنیو چارو وزارت په ټول جدیت سره د هغو افغانانو د ستونزو د حل په موخه اقداماتو ته ادامه ورکوي چی د سوریې له لارې په عراق کې د عطبات عالیات د زیارت په نیت سفر کړی ده.
په دې اړه پرون د بهرنیو چارو وزیر ډاکټر زلمي رسول له خپل عراقي سیال سره د ناپییلتوب د غورځنګ د ناستې په چوکاټ کې هم په هر اړخیز ډول خبرې اترې وکړې.د عراق د بهرنیو چارو وزیر ښاغلي هوشیار زیباري ژمنه وکړه چې د هغو افغان زیارت کوونکو د ستونز وپه اړه چې د مګړۍ د سوریې او عراق په پوله کې شپې او ورځې تیروي، بیړني اقدامات وکړي.
ښایی یو واکمن افغان پلاوې د بهرنیو چارو، کورنیو چارو، ارشاد او اوقافو، اطلاعاتو او فرهنګ د او د جمهوري ریاست د دوهمې مرستیالۍ د دفتر د استازیو په ګډون بغداد ته سفر وکړي او د دواړو هیوادونو تر منځ د افغان زیارت کوونکو د تګ راتګ د پروسې د قانوني کولو په موخه یو تفاهم لیک لاسلیک کړي چې په راتلونکي کې د دغه ډول پیښو مخه ونیول شي