کابل باختر دزمري نهه ويشتمه :
په پنجشير ولايت کې څلور ساختماني پروژې نن داستفادې وړ وګرځيدې .
د نشه يي توکو پرخلاف دمبارزې دچارو وزيرې پوهنوالې سلامت عظيمي دباختراژانس خبريال ته وويل چې په دغو پروژو کې ددوو ښوونځيو دودانيو ، داوبو دکانال او د شل بستريز روغتون جوړول شامل دي چې دنشه يي توکو پرخلاف دمبارزې دچارو وزارت له خوا دکابو څلويښتو مليونو افغانيو په لګښت دپنجشير ولايت ددرې ، ابشار او خينج په ولسواليو کې عملي شوي دي . ختم_ ف _ اکرم