کابل/باختر/ د غويي د مياشتې ۱۵ مه
د هرات ولايت پوليسو څلور تنه په غير قانوني ډول د وسلو د لېږدونې او پلورنې په تور ونيول .
نيول شوي کسان چې د هرات ولايت اوسيدونکي دي؛ په غير قانوني ډول د وسلو د لېږدونې او د وسلو د پيرودنې او پلورنې په تور د امنيتي ځواکونو له خوا د هرات ښار له دولسمې او څوارلسمې ناحيې له مربوطاتو څخه ونيول شول.
له دغو کسانو څخه يوه تومانچه ترلاسه شوې ده.
د هرات ولايت يوه امنيتي خبرځاى باختر آژانس ته وويل چې دوه تنه د قضيې اصلي مجرمين او دوه تنه نور جرمي شريکان دي .
ختم_ ج _ اکرم
1 د یوې دقیقې څخه لږ