ټولنه

خبرتيا

کابل باختر د وږي اته ويشتمه :
دکار ټولنيزو چارو ، شهيدانو او معلولينو وزارت خبرتيا
په کابل ښار کې په اوونۍ کې  دپنځو ورځو کار او ددوو ورځو رخصتي  له مخې دکار دپيل او پاى رژيم .
دتلې دمياشتې له لومړى نيټې څخه دکب دمياشتې تر پاى پورې .
دکار پيل دسهار اته بجې اودکار پاى دماسپښين  دلمانځه  داداکولو او دډوډۍ  دخوړلو لپاره دغرمې  له دولسو بجو څخه له غرمې وروسته تر يوې بجې پورې ديو ساعت ځنډ په لرلو سره له غرمې وروسته څلور بجې .
په اوونې کې دشپږ ورځو کارله مخې په بانکونو ، دکابل ولايت په ولسواليو او دهېواد په ولايتونوکې دکار دپيل اوپاى رژيم  دتلي دمياشتې له لومړى نيټې څخه دکب  دمياشتې ترپاى پورې دکار پيل  دسهار په اتو بجو او ديرشو دقيقو او دکار پاى د ماسپښين  دلمانځه داداکولو او دغرمې ډوډۍ دخوړلو لپاره  دغرمې له دولسو بجو څخه له غرمې وروسته تر يوې بجې  پورې . ديوساعت ځند په لرلو سره له غرمې وروسته په دريو بجو او ديرشو دقيقو او دپنجشنبې په ورځو دکار پيل  دسهار په اتو بجو او ديرشو دقيقو او دکار پاى  دغرمې وروسته په يوه بجه  او ديرشو دقيقو .
په توليدي ،  خدماتي موسسو ، په دايمي توګه فعالو برخو دکار دشفتونو تنظيم نشراتي ، روغتيايي ، پوهنې او دلوړو زده کړو په موسسو کې دکار وختونه دکاري خصوصيتونو اړوندو لايحواو مقرراتو او اقليمي شرطونوپه پام کې  نيولو سره دى دکال په دويمو شپږو مياشتو کې دخپل کار رژيم په اوونۍ کې پنځه ديرش ساعته تنظيم اوعيار کړي .
  ختم- ف _ اکرم

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته