کابل/ د کب ١٥مه / باختر
په کندز کې په څه ناڅه ١٣٠٠ کورنيو د نغدو پيسو د ويشلو بهير پرون پيل شو.
د کندز والي عبدالجبار نعيمي د باختر اژانس سيمه ييز خبريال ته وويل چې په دې مرسته کې پر هرې اړې کورنۍ ١٢ زره افغانۍ وېشل کېږي.
دغه راز په کندز کې د خوراک نړيوال سازمان مسوول د کندز له والي سره په کتنه کې وويل: دوى د دغه ولايت په علي اباد او امام صاحب ولسواليو کې په ٣٧٠٠ اړو کورنيو مرسته وېشي .
پاى ذ
0 د یوې دقیقې څخه لږ