کابل باختر د لړم څلورمه : دکلي غږ راډيو د ٨٧٠٨اف ام په څپو د دايکنډي ولايت په مرکز نيلي ښار کې خپلې خپرونې په رسمي ډول پيل کړې . دباختراژانس دخبريال دخبرله مخې ، په هغې غونډه کې چې په همدې مناسبت دملکي او نظامي مسوولانو ، مدني فعالانو ، ځوانانو ، فرهنګيانو او ديوې ډلې خبريالانو په شتون په نيلي ښار کې جوړه شوې وه ، ددايکنډي والي محمود بليغ هيله څرګنده کړه چې دکلي غږ راډيو ددايکنډي ولايت د خلکو رښتيني غږ او دخلکو ددردونواو ستونزو منعکس کوونکې وي . ددغې راډيو خپرونې به د نيلي ښار او ددايکنډي ولايت دشهرستان ، اشترلي ، او دپاتو دولسواليو ځينې کلي تر پوښښ لاندې ونيسي . په دايکنډي کې يوه ملي راډيو او څلور شخصي راډيو ګانې خپرونې لري . ختم- ف _ اکرم
0 1 دقیقه لوستل