فرهنګ

د څلورم خليفه د مبارکې روضې مبارک علم پورته کړى شو

کابل باختر دوري  لومړي نيټه :
د اسلام د څلورم  خليفه  دشاه ولايتماب حضرت علي ( ک ) دمبارکې روضې علم نن په پرتمينو مراسمو او د افغانستان د زرګونو تنوخلکو په ګډون سره پورته کړاى شو.
دباخترآژانس د خبريال دخبر له مخې: د مراسمو په پيل کې د بلخ والي عطا محمدنورخبرې وکړې او د نوروز د تاريخچې او په بېلابېلو اقتصادي او ټولنيزو برخوکې يې د بلخ ولايت د سيمه ئيزو مسوولينو د برياليتوبونو اوکړو وړو په باب معلومات ورکړل.
د بلخ والي په خپله ويناکې د ارواښاد مارشال محمدقسيم فهيم نشتوالى يوه ضايعه وبلله او ويې ويل: نن زموږ د هيواد يواځنى مارشال  او د جهاد، مقاومت او د ملي يو والى د لارې مجاهداو مبارز زموږ په منځ کې نشته.
د بلخ والي دغه راز له خلکو وغوښتل چې په انتخاباتوکې ګډون وکړي او هيله يې وکړه چې راتلوونکي انتخابات شفاف او عادلانه وي.
دبلخ والي دغه راز د مزارشريف ښار دبيا رغاونې په لاره کې د ملي سوداګرو د هلوځلو له امله قدرداني وکړه او ويې ويل چې په بلخ کې کورنيو او بهرنيو پانګه والو ته ټولې لازمې اسانتياوې برابرې شوې دي.
وروسته د اطلاعاتو او فرهنګ وزير او د مبارکې جنډې د پورته کولوپه ځانګړو مراسموکې د جمهور رييس ځانګړي استازي ډاکتر سيدمخدوم رهين وينا وکړه او ويې ويل: نوروز د الله ( ج ) د لطف ښکارندوى دى. نوروز په همدې نړۍ کې له  مرګ وروسته د ژوند ښکارندوى دى، د الهي قدرت ستر ښکارندوى دى چې مړه کايناتو ته يوځل بيا ژوند وربخښي.
ډاکتر رهين زياته کړه: د نوروز پيل له هرې زمانې څخه چې وي هغه څه چې ښکاره دي؛ دا دي چې زموږ د ستر ملت نيکونو د حلالې روزي په لټه کې وو چې دخپل لاس په همت يې ترلاسه کول. د خوښۍ، خوشحالۍ او د رامنځته کولو د فصل پيل يې نمانځل. نوروز د ډير ښه تقويم ښکارندوى دى چې تراوسه پورې د نړۍ متمدنه ټولنه درلود، زموږ نوى کال د طبيعت د ژوند په تجديد سره پيليږي او دا په خپله د هغه ملت د بډاى او ژورفرهنګ ښکارندوى دى چې تمدن، فرهنګ او دهغه دتاريخ  ښکارندوى دى.
ډاکتر رهين په دې وينا کې دغه راز زياته کړه چې سږکال زموږ نوروز يوه بله په زړه پورې پيښه هم لري او هغه د جمهوري رياست انتخابات دي. هيله لرم چې دبلخ او زموږ د هيوادخلکو د دغې سترې پيښې په درشل کې په کلک هوډسره په انتخاباتوکې ګډون وکړي او د دغه هيواد صالحو بچيانو ته رايه وکړي.
ډاکتر رهين دغه راز وويل: په داسې حال کې نوروز نمانځو چې نه شو کولاى زموږ يو تللى عزيز چې د افغانستان د جهاد او مقاومت له رښتينو بچيانو څخه و؛ هير کړو .
د ارواښاد مارشال محمدقسيم فهيم خاطرې له ټول ملت سره شته او نوم به يې تل د هيواد د رښتيني بچي په توګه په ذهنونو او د تاريخ په حافظه کې ځاى ولري.
وروسته د شاه ولايتماب حضرت علي (ک ) د روضې مبارک علم د برخه والو د ولولو په څپو او د توپ په يو ويشت ډزو سره پورته کړى شو.
ددغو مراسمو بشپړ رپوټ سبا شپه د ملي راډيو ټلويزيون له لارې خپريږي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته