امنیت

دپوليسو دوه تنه مامورين ونيول شول

کابل باختر دلړم شپږ ويشتمه :
په غزني ولايت کې دپوليسو دوه تنه مامورين د اخلاقي فساد په تور ونيول شول .
دغه پوځيان پرون کله چې دوه نجونې يې دمهاجرينو له ښارګوټي غزني ښار ته ليږدولې؛ لومړى د سيمې د اوسيدونکوله خوا ووهل شول او وروسته د امنيتي مامورينو له خوا ونيول شول .
يوعيني شاهد باخترآژانس ته وويل چې په دغو پوځيانو او نجونو خلکوله خوا په موټرکې بريد وشو او د دوى موټر اور واخيست .
دغزني ولايت مرستيال محمدعلي احمدي په دغو دوو تنو پوليسانو او نجونو د اخلاقي فساد تور لګول تاييدکړل .
نيول شوي کسان د ترافيکو او سيمه ئيزپوليسان دي .
ويل کيږي له نيول شويوکسانو څخه يو يې له خلکو سره په نښته کې د سيمې يوتن اوسيدونکى ټپي کړى دى.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته