امنیت

په بغلان کې د دووقو مونو ترمنځ نښته کې پنځه تنه ووژل شول

کابلباختر دسنبلي٢١
په بغلان ولايت کې د دوو قومونو ترمنځ د نښتو له امله پنځه تنه ووژل شول او شپږ تنه نورټپيان شول.
دغه جګړه پرون دخوست ولسوالۍ دخاوش درې په مربوطاتو کې پيل شوې ده او لا تر اوسه پورې دوام لري.
باخترآژانس ته په را رسيدلو خبرونوکې ويل شوي دي چې دواړه لوري همدا اوس په سخته وسله واله جګړه کې ښکيل دي او په لسګونو کورنۍ ددغه تاوتريخوالى له ويرې له خپلو کورونو څخه وتلو ته اړې شوې دي.
په بغلان ولايت کې دپوليسو يو مسوول زلمي وايي چې تر اوسه پورې له دواړو لورو پنځه تنه وژل شوي او شپږ تنه نور يې ټپيان کړي دي.
ده وويل چې دغه نښته د اوږدمهالې قومي او سيمه ييزې دښمنۍ زيږنده ده.
دپوليسو ددغه مسوول دڅرګندونو له مخې: په لسګونو تنه امنيتي ځواکونه نن غرمه د پيښې ساحې ته تللي دي چې دغه تاوتريخوالى پاى ته ورسوي.
 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته