ورزش

افغانستان د اسيا دفوټبال دکنفدرا سيون جام د اتل نايب شو

افغانستان د هندوستان په وړاندې په ما تې خوړلو سره داسيا دفوټبال کنفدراسيون د جام داتل نايب شو

د الو مړى ځل دى چې افغانستان په خپل تاريخ کې ددغه جام دويم مقام ترلاسه کوي

د افغانستان دفو ټبال  ملي ټيم دسريلا نکا ، بوتان او نيپال ملي ټيمونو ته په ماتي ورکولو سره باي لو بې ته لاره و موندله خو په فاينل لوبه کې دصفر په مقابل کې په څلورو سره له خپل هندي سيال څخه ماتې وخوړه او ددغو سياليو داتل نايب شو .

 افغان لوبغاړو لوبه يرغليزه پيل کړه اودڅو بريدونو په طرحه کولو سره يې د ګول وهلو فرصتونه برابر کړل خو په دې بريالي نه شول چې ګول ووهي

 لوبه  په لومړى نيمايي کې سره له دي چې د افغانستان ټيم دډګر اتلو لوبه برابره او له ګول وهلو پرته پاى ته ورسيده

ددويمى نيمايي ترپنځلسو دقيقو پوري هم د افغانستان ملي ټيم په زړه پوري او يرغليزه لوبه وکړه خود هندوستان په ګټه دپنالتي له اعلام وروسته لوبه بل ډول شوه

ددغې لوبي حکم  سنګهه په اته شپيتمه دقيقه کې په يو ناوړه تصميم سره په افغان مدافع فيصل صفا  په هندي لو بغاړي د ناوړه چلند تور ولګا وه اود هندو ستان په ګټه يې يوه مشکوک پنالتي اعلام کړه

خو په زړه پوري دا ده چې افغان ګولپيکر حميد يوسفزى ګنې د حکم په تصميم د انتقاد په دليل سور کارت واخيست او له لو بي څخه وايستل شو . دغه تصميم د لو بغاړو په لوبغالې کې د مو جود و افغانانو اود افغانستان د ملي ټيم دسر  ښوونکې يوسف کار ګر له غبر ګون سره مخا مخ شو .

د هندو ستان د ملي ټيم يرغلګر سونل چتري دغه پنالتي په ګول بريد کړه له دې وروسته د افغانستان ملي ټيم لوبي ته له لسو تنو سره دوام کړ

له هغه وروسته د افغا نستان ملي ټيم له يوه تن په کميدو سره د لو بې کنترول له لاسه ورکړ او هندي لو بغاړي بيرته لو بو ته ستانه شول

له دې وروسته د افغانستان پر دروازو د هند بريدونه زيات شول او هند وکولاي شول په نهه اويا يمه اواتيا يمه دقيقه کې درې نور ګولو نه ووهي.

 ددې لو بې په پاى کې هند داتلوالي کپ ترلاسه کړ او د دغه هيواد يرغلګر سو نل چتري د اوو ګولونو يعني د افغان ښه يرغلګر بلال آرزو په نسبت ديو زيات ګول په وهلو سره د ګول دښاغلي په توګه ددغو سياليو جايزه وګټله .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته