کابل باختر دتلي نهمه :
په هرات ولايت کې ديوې چاودنې مخه ونيول شوه .
درارسيدلو خبرونو له مخې ، وسله والو طالبانو دهرات ولايت په شينډنډ ولسوالۍ کې په يوه ګڼ ميشت واټ کې ماينونه ښخ کړي و خو دغه ماينونه دسيمې دخلکو په همکارۍ کشف او شنډ کړى شول .
دهرات ولايت دپوليسو يوه مقام باختراژانس ته وويل چې دغه ماينونه نن سهار دشينډنډ ولسوالۍ په لاره کې کشف شوي دي .
ده وويل طالبانو غوښتل چې ددغو ماينونو په ښخولو سره ملکي وګړو ته مرګانۍ پيښه رامنځته کړي خو بريالي نه شول .
په يوبل خبر کې ويل شوي دي چې پوځيان په هرات کې دوسله والو طالبانو دډلې دجنګي وسايلو ديوې ډيپو په کشفولو بريالي شوي دي .
پوليس وايي چې په دې ډيپو کې يوه زياته اندازه سپک او درانده جنګي وسايل ترلاسه شوي دي .
0 1 دقیقه لوستل