امنیت

په هرات کې ۲۰ تنه د جنايي جرمونو په تړاو ونيول شول

کابل / د لیندۍ ۲۷ مه / باختر
شل تنه د جنايي جرمونو د ترسره کولو په شک په هرات کې ونيول شول.
دغه کسان په تېرو ٢٤ ساعتو کې په عملياتو او د موټرو د پلټنې په بهیر کې د هرات له مرکز او يوشمېر ولسواليو څخه نيول شوي دي.
د هرات پوليسو يو مقام باختر آژانس ته وويل چې پر نيول شويو کسانو د غلا، شوکمارۍ، د نشه يي توکو د قاچاقو او د بې سنده جنګي وسايلو د لېږدولو تور لګول شوی دی.
هغه وويل چې د یادو کسانو دوسيې ډېر ژر عدلي او قضايي بنسټونو ته لېږل کېږي.
ختم-شکريه –اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته