امنیت

څلورتنه وسله وال طالبان په پکتيکا کې ووژل شول

کابل _باختر د ثور دمياشتې ٨:
څلورتنه وسله وال طالبان پرون په پکتيکا ولايت کې له امنيتي ځواکونو سره په نښته کې ووژل شول.
دپکتيکا د والي ويندوى مخلص افغان باخترآژانس ته وويل: د ملي اردو، د ملي پوليسو او د ملي امنيت دګډو ځواکونو په هغو چاڼيزو عملياتوکې چې پرون د پکتيکا ولايت د مټاخان ولسوالۍ په کره خيلو سيمه کې ترسره شول؛ څلورتنه وسله وال طالبان ووژل شول او دوه تنه نور يې ټپيان شول.
د افغان د څرګندونو له مخې: په دغوعملياتوکې يوه اندا زه درا نده اوسپک جنګي وسايل او درې موټرسايکلونه هم د امنيتي ځواکونولاسته ورغلي دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته